یو لوړپوړي امریکایي چارواکي فاکسنیوز ته ویلي چې د امریکا مرکزي قومندانۍ (سنتکام) په تهران کې د حکومت ضد پراخېدونکي اعتراضونه له نږدې څاري، او متحده ایالات به نن د جمعې لمونځونه په ټول ایران کې او د حکومت د احتمالي غبرګون څرنګوالی په دقت وڅاري.
دغه چارواکي زیاته کړې چې د تهران د اعتراضونو په تړاو د امریکا د منځني ختیځ پوځي ترتیباتو کې کوم بدلون نه دی راغلی.
د هغه په وینا، د اف–۱۵ای جنګي الوتکو یو سکواډرن منځني ختیځ ته لېږل شوی؛ خو دا د ځواکونو د عادي ځای په ځای کیدو برخه ده او په سیمه کې د ځواکونو زیاتوالی نه دی شوی.
هغه همدارنګه ویلي چې دا مهال په منځني ختیځ کې د امریکا هېڅ هوايي وړونکې بېړۍ شتون نه لري، او د «یو اېس اېس فورد» بېړۍ د کارېبین سمندر کې ځای پر ځای ده.

