یکشنبه, مارچ 29, 2026
Homeافغانستانفاطمه مهاجراني:د افغان کډوالو ستنولو کې تهران به خپلو ګټو ته لومړیتوب...

فاطمه مهاجراني:د افغان کډوالو ستنولو کې تهران به خپلو ګټو ته لومړیتوب ورکوي

د ایران د حکومت ویاندې فاطمه مهاجراني ویلي، د افغان کډوالو د ستنېدو په اړه تهران خپلو ملي ګټو ته لومړیتوب ورکوي او هڅه کوي دا بهیر د انساني کرامت په ساتلو ترسره کړي.

هغې په یوه خبري ناسته کې ویلي، چې ۷۵ سلنه افغان کډوال په خپله خوښه ستانه شوي او د کډوالۍ لپاره باید داسې پلان جوړ شي چې د ایران اقتصاد ته ګټه ورسوي.

مهاجراني هیله ښودلې چې افغانان او طالبان له ایران سره داسې تعامل وکړي چې د دواړو رضایت پکې وي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې افغان کډوالو سره ایراني چارواکي ناوړه چلند کوي، پیسې ترې اخلي او د معاشونو له ورکولو ډډه کېږي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here