د ایرانوایر د راپور له مخې، د ایران د اسلامي جمهوریت حکومت په عملي ډول د نړیوال انټرنېټ اوږدمهاله بندیز ته تیاری نیولی.
د راپور له مخې د ایران حکومت ویاندې فاطمه مهاجراني رسنیزو فعالانو ته ویلي چې نړیوال انټرنېټ به لږ تر لږه د ۱۴۰۵ کال تر نوروز پورې د خلکو لپاره نه وي فعال.
د راپور له مخې، مهاجراني ټینګار کړی چې تر هغه چې د ۱۴۰۴ کال د سراسري اعتراضاتو د وژل شویو کسانو د څلوېښتمې ورځې مراسم پای ته ونه رسېږي، د انټرنېټ د بېرته وصل کېدو هېڅ رسمي پلان نشته.

