ټولنیز فعال غیرت بهیر د پخواني جمهوریت د لومړي مرستیال امرالله صالح په مشرۍ د زرغون بهیر د هغې مقالې په اړه غبرګون ښودلی چې ویلي وو شمال ته د پښتنو ورتګ د روسیې امنیت ته خطر پیښوي.
نوموړي لیکلي:«دا ډول څرګندونې په لوی لاس د قومونو تر منځ د نفاق، د هیواد د تجزیې او کورنیو جګړو ته لمن وهل دي»
غیرت بهیر د امرالله صالح په مشرۍ د زرغون بهیر څخه غوښتنه کړې چې د دا ډول غیر مسولانه څرګندونو له امله دې د افغانستان له خلکو څخه بخښنه وغواړي.

