ایران کې د افغانستان پخواني سفیر عبدالغفور لېوال وایي، چې د بې ګناه افغانانو شهیدانول هر ځای، هرکله او په هرنامه وحشت دی.
ښاغلي لېوال په خپله ایکسپاڼه لیکلي:”له وحشت څخه ټولیز انزجار باید ولس داسې سره یوموټی کړي، چې په مورني هېواد کې دننه د هوسا، خپلواک، ولسواک او مدني ژوند شرایطو په برابرولو سره د افغان انسان ژوند وژغورل شي او هيڅوک له هېواده وتلو ته اړ نه شي.”
دا په داسې حال کې ده چې درې ورځې وړاندې د ایران په سراوان سرحدي سیمه کې ایراني پوله ساتړ ځواکونو په افغان کډوالو برید وکړ چې په نتیجه کې یې ۲۶۰ افغانان وژل شوي دي.

