غزه کې د الجزیرې وژل شوي فلسطیني خبریال په خپل وروستي وصیت کې یو وار بیا د غزې خلکو ته ویلي، چې تسلیم نه شي.
انس الشریف، چې بېګاه د اسرائیلو په برید کې وژل شوی، ویلي، ده له خدایه غوښتي وو، چې عمر یې زیات کړي، ترڅو خپل پلرني ټاټوبي اشغال شوي المجدل ته ور وګرځي او یا هم د غزې د خلکو د غږ پورته کولو لپاره تر اخره هڅه وکړي؛ خو دا ارمان یې پوره نه شو.
نوموړي ویلي، چې له ده یو زوی، مور او مېرمن پاتي او خلکو ته یې ویلي، چې لاسنیوی یې وکړي.
د یادونې ده، چې هغه له خپلو څلورو همکارانو سره یوځای وژل شوی دی.
د انس الشریف وژنې نړیوال غبرګونونه راپارولي او اسراییل یې غزه کې په نسل وژنې تورن کړي دي.

