د غزې په مرکزي سیمه کې پر یوه ښوونځي د اسراییلو په هوايي برید کې ۱۷ کسان وژل شوي دي.
د اسوشیټد پریس خبري اژانس ویلي، چې بېځایه شویو پهدې ښوونځیو کې پناه اخیستې وه.
اسوشیټدس پریس د روغتون د چارواکو له قوله ویلي، چې پهدې برید کې ۲۴ کسان ټپيان شوي او په وژل شویو کسانو کې له ۱۳ تر ۱۸ کلونو ماشومان او درې ښځې هم شاملې دي.
بل لورته اسراییلي ځواکونو د شواهدو له وړاندې کولو پرته ویلي، چې پهدې برید کې یې د حماس وسلهوال په نښه کړي.

