د غزې روغتیا وزارت ویلي، چې د غزې په شمال کې د اسرائیلي پوځ په بریدونو کې ۸۷ تنه وژل شوي او تر ۴۰ ډېر نور ټپیان شوي دي.
رویټرز خبري اژانس په خپل راپور کې ویلي، چې دا برید تېره شپه د غزې په شمال کې د بیت لاهیا په سیمه کې شوی دی.
د اسرائیلو پوځ اعلان کړی چې د دې پېښې په اړه څېړنې کوي.
د راپورونو له مخې دا برید په وروستیو میاشتو کې په غزه کې تر ټولو زیات تلفات لري.
په ورته وخت کې د لبنان پر پلازمېنه بیروت کې د اسراییل هوايي او توغندويي بریدونو نن هم دوام وکړ.
د اسراییل پوځ اعلان کړی چې د یکشنبې په ورځ یې د لبنان په پلازمېنه بیروت کې د حزبالله د استخباراتو پر یوه مرکز او د وسلو د تولید په یوه تر ځمکې لاندې ورکشاپ برید کړی دی چې د حزبالله درې لوړ پوړي چارواکي یې وژلي.

