تېره ورځ اسرائیلو د غزې پر یو شمېر برخو بریدونه کړي، چې له کبله یې ۳۱ تنه وژلي دي.
د فلسطین مرستندویانو خبر ورکړی، چې له دې ډلې ۱۳ تنه یې د غزې په شمالي بیت لاهیا ښارګوټي او د جبالیا کمپ کې وژل شوي دي.
د سرچینو د معلوماتو له مخې، پاتې نور کسان د غزې په بېلابېلو سیمو کې وژل شوي دي.
بل لورته د غزې روغتیا وزارت هم ویلي چې د غزې ښار او جنوبي سیمو کې اته کسان وژل شوي، چې څلور یې ماشومان دي.

