د غزې د روغتيا وزارت ویلي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د لوږې او د تغذيې د کموالي له امله شپږ نور کسان مړه شوي چې ورسره د دې بحران د قربانيانو شمېر ۱۷۵ تنو ته رسېدلی، چې لږ تر لږه ۹۳ يې ماشومان دي.
په ورته وخت کې اسرائيلو له نږدې دوو کلونو جګړې وروسته د غزې سيمې ته د سون توکو د لېږد اجازه ورکړې ده.
د القاهره نيوز د راپور له مخې، دوه لارۍ چې لسګونه ټنه سون توکي وړي، ټاکل شوې غزې ته داخل شي.
د اسرائيلو د حکومت د فعاليتونو د همغږۍ اداره وايي چې د تېرې اوونۍ په ترڅ کې له ۲۳ زرو ټنو زياته مرسته په ۱۲۰۰ لاریو کې غزې ته رسېدلې؛ خو سلګونه لارۍ لا هم د وېش مرکزونو ته نه دي رسېدلي.
د غزې روغتيايي چارواکي وايي چې د سون توکو کمښت روغتيايي خدمات سخت اغېزمن کړي او ډاکټران اړ کړي چې يوازې د سختو ناروغانو او ټپيانو درملنه وکړي.

