د اسراییلو پوځ ویلي، د غزې په شمال کې د بیتحانون سیمې کې د سړک غاړې ماین چاودنه کې پنځه سرتېري وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان شوي دي.
د پوځ د لومړني راپور له مخې، چاودنه هغه مهال وشوه چې پلي سرتېري له زغروال موټر پرته پر سړک روان وو.
ویل کېږي چې د دغې پېښې د دوو ټپیانو روغتیایي حالت نازک دی.

