د غزې روغتیايي چارواکي وايي چې د اسراییلو په تازه هوايي بریدونو کې لږ تر لږه ۲۰ فلسطینیان وژل شوي او شاوخوا ۸۰ نور ټپیان شوي دي.
دوی ویلي چې لومړی برید د رمل په سیمه کې پر یوه موټر شوی چې پنځه کسان یې وژلي او دوهم برید د دیرالبلح ښار او نسیرات پنډغالي په اړخونو کې شوی چې لس تنه پکې وژل شوي او ګڼ نور ټپیان دي.
راپورونه زیاتوي چې اسراییلو څلورم برید هم پر یوه کور ترسره کړی چې له امله یې پنځه نور کسان وژل شوي دي.
د اسراییل پوځ ادعا کوي چې دغه بریدونه یې د هغه کس د تعقیب په موخه کړي چې د اسراییل تر ولکې لاندې سیمو کې یې د مرستندویه کاروانونو څخه ناوړه استفاده کړې وه.

