د غزې د روغتیا وزارت وايي، یوازې د سهشنبې په ورځ ۱۵ فلسطینیان، چې څلور ماشومان هم پکې شامل دي، د لوږې له امله مړه شوي دي.
د وزارت په وینا، د اسراییلو د بریدونو له پیله تر اوسه د لوږې له امله د وژل شوو فلسطینیانو شمېر ۱۰۱ ته رسېدلی، چې ۸۰ یې ماشومان دي.
دا مرګژوبله تر ډېره په وروستیو اونیو کې رامنځته شوې، په داسې حال کې چې د غزې محاصره له پنځو میاشتو راهیسې دوام لري او د لوږې بحران یې ژور کړی دی.
د اسراییلي پوځ له لوري له مارچ میاشتې راهیسې خوراکي توکي، سون، اوبه او نورو مرستو ته د داخلېدو اجازه نه ده ورکړل شوې.
اسراییل د می له میاشتې راوروسته یوازې لږ شمېر مرستې د امریکا په ملاتړ د یوې خیریه ادارې له لارې پرېښې دي.
ملګرو ملتونو ویلي، د غزې د قحطۍ له زیاتوالي سره، اسراییلي ځواکونو تر اوسه د خوراکي مرستو د ترلاسه کولو په صفونو کې تر زرو ډېر فلسطینیان وژلي دي.

