په داسې حال کې چې د قطر په پلازمېنه دوحه کې د اسراییل او حماس ترمنځ د اوربند د هوکړې هڅې روانې دي؛ خو په ورته وخت کې د اسراییلي ځواکونو لهخوا په غزه کې د تازه هوایي بریدونو له امله لږ تر لږه ۲۴ فلسطینیان وژل شوي دي.
د الجزیرې تلویزیوني شبکې د روغتیايي سرچینو له قوله راپور ورکړی چې دغه مرګژوبله د پنجشنبې سهار د غزې په جنوب او مرکز کې شوې، او قربانیانو کې یې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
اسراییلي پوځ تر دې دمه د بریدونو په اړه څه نه دي ویلي.

