جمعه, مارچ 13, 2026
Homeکورپاڼهغزه؛اسراییلو د جګړې له پیل راهیسې د مړو شویو فلسطینیانو شمېر ۵۰...

غزه؛اسراییلو د جګړې له پیل راهیسې د مړو شویو فلسطینیانو شمېر ۵۰ زرو ته رسولی

فلسطیني چارواکو ویلي چې د اسراییلو د بریدونو له امله د غزې په تړانګه کې د مړو شمېر له ۵۰ زرو څخه زیات شوی دی.

د غزې د روغتیا وزارت په یوه بیان کې ویلي، چې د جګړې له پیل راهیسې لږ تر لږه ۵۰ زره او ۲۱ فلسطینیان وژل شوي او ۱۱۳ زره او ۲۷۴ نور ټپیان شوي دي.

اسراییلو د دوو میاشتو نسبي آرامۍ وروسته، چې د اوربند د لومړي پړاو د عملي کېدو پایله وه، د سه‌شنبې په ورځ یو ځل بیا د حماس پر ضد د هوايي او ځمکنیو بریدونو لړۍ پیل کړه.

دې بریدونو د غزې اوسیدونکي یو ځل بیا اړ کړل چې د ژوندي پاتې کېدو لپاره خپل کورونه پرېږدي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here