د طالبانو حکومت د دفاع وزارت ویاند، عنایتالله خوارزمي، ویلي چې کندهار کې پر فرضي کرښه جګړه لا هم روانه ده.
خوارزمي ویلي چې دښمن مورال بایللی او په پرلهپسې ډول له سیمو شاتګ کوي.
نوموړي زیاته کړې چې تر دې مهاله یوازې په کندهار ولایت کې د پاکستاني ځواکونو لس امنیتي پوستې نیول شوې دي او له دغو پوستو سره یو شمېر غنیمتونه هم د دوی لاس ته ورغلي دي.

