د جمهوري حکومت د کورنیو چارو وزیر محمد عمر داودزي په غور ولایت کې د عابدې د ځان سوزولو قضیې ته په اشارې لیکلي:«تاسې وایئ د قدرت جزیرې ختمې شوي. پاټکونه نشته. زورواکي پای موندلې. د امیر فرمان په ټول هېواد کې نافذ دی.»
ښاغلي داودزي په خپلې ایکسپاڼې لیکلي که واقعا دا هرڅه شته او عوام فریبي نشته؛ نو د غور ولایت د تیورې ولسوالۍ کې د #عابدې د ځان سوزولو قضیه باید وڅیړل شي.
ښاغلي داودزي لیکلي:«ګورو چې عمري عدالت شته که هسې عوام فریبي ده.»
د یادونې وړه ده چې د عابدې په نوم یوې ځوانې نجلۍ د غور ولایت په تیورې ولسوالۍ کې ځان سوځولی.
د طالبانو حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

