د پاکستان پخواني لومړي وزیر او د تحریک انصاف بندي مشر عمران خان له اډیاله زندان څخه په خپل پیغام کې د افغان کډوالو جبري ایستل غندلي او دا یې د افغانستان د زلزلې له ناورین سره هممهاله «دردوونکی عمل» بللی دی.
هغه د پوځ د مشر تګلاره په کلکه رد کړې او ویلي یې دي چې افغانانو سره باید د مرستې پر ځای د شړلو پرېکړه ونه شي.
عمران خان ټینګار کړی چې د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر دې افغانستان ته د سولې او امنیت په تړاو سفر وکړي.
خان په خپل پیغام کې ویلي چې ژوند یې د «الله په لاس کې دی، نه د عاصم منیر»، او زیاتوي چې له یو نیم کال راهیسې له خپلو ملګرو، ډاکټرانو او کورنۍ سره د لیدو اجازه نه لري.
نوموړي پوځ تورن کړی چې پر ده فشار اچوي او د پښتونخوا عملیاتو، ډرون بریدونو او خلکو د جبري بېکوره کولو پر ضد یې سختې نیوکې کړې دي.
هغه خبرداری ورکړی که دا عملیات ونه درېږي، د ولس کړاوونه به زیات او ترهګري به نوره هم پراخه شي.
عمران خان پر خلکو غږ کړی چې د وروستیو سېلابونو له زیانمنو شویو کورنیو سره مرسته وکړي.

