د ایران مذهبي مشر علی خامنهای وروستي ولسي اعتراضونه «فتنه» بللي او ویلي یې دي چې د پېښو پر مهال وینه تویه شوې او حکومت هم د وژل شویو کسانو له امله ویرجن دی.
نوموړي وژل شوي کسان په درېیو ډلو وېشلي چې امنیتي ځواکونه، عادي لارویان او هغه کسان چې د ده په وینا غولول شوي وو.
هغه ویلي دا درې واړه ډلې شهیدان بلل کېږي، خو ځینې نور یې فتنهګر او کودتاچیان یاد کړي او ویلي چې هغوی له خپل برخلیک سره مخ شوي دي.
خامنهاي زیاته کړې چې ځینې ګډونوال وروسته پښېمانه شوي او حتی هغه ته یې لیکونه استولي، خو ټینګار یې کړی چې د اعتراضونو اصلي عاملین به بېمسؤلیته پاتې نه شي.

