د ایران د جامعه مدرسین غړي علي رحماني سبزواري ویلي چې د ایران ستر مذهبي مراجعو د امریکا او اسرائیل مشران “محارب” یا له دین سره په جګړه کې بللي دي.
نوموړي علي خامنهاي د امامت په مقام کې یاد کړ او ویلي یې دي، چې توهین ورته د پیغمبر او خدای سپکاوی دی.
هغه زیاته کړه چې له اسلامي نظام سره جګړه کوونکي او د خلکو او مراجعو ترمنځ بېلتون رامنځته کوونکو ته باید د قتل سزا ورکړل شي.

