د ایران مذهبي مشر، آیتالله علي خامنهيي، د امریکا له لوري د اټومي تړون لپاره شوی وړاندیز په ښکاره توګه رد کړی دی.
نوموړي دا څرګندونې نن د اسلامي انقلاب بنسټګر روح الله خمیني د ۳۶م تلین په مناسبت خپلې وینا کې وکړې.
خامنهيي وویل: «امریکا ته زموږ ځواب روښانه دی، دوی هیڅ نشي کولی.»
د خامنهيي په وینا، د امریکا اساسي غوښتنه دا ده چې ایران باید اټومي صنعت ونه لري؛.خو هغه ټینګار وکړ چې ایران به د خپلو اټومي حقونو دفاع ته دوام ورکړي.
دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې تر دې وړاندې سپینې ماڼۍ خبرداری ورکړی و، که چېرې تهران د واشنګټن وړاندیز رد کړي؛ نو له “جدي پایلو” سره به مخ شي.

