د ایران مذهبي مشر علي خامنهای ویلي چې ایران باید داسې قوي وسلې ولري چې د دښمن تر پښو لاندې نه شي.
هغه ټینګار کړی چې د هېواد دفاعي توان د ملي امنیت د ساتنې لپاره اړین دی.
خامنهای زیاته کړې چې امریکا بېځایه د ایران د توغندیو او د هغوی د واټن په اړه لاسوهنه کوي او دا موضوع امریکا پورې هېڅ تړاو نه لري.
د هغه په وینا، د ایران دفاعي پروګرامونه خپلواک دي او د بهرنیو فشارونو له مخې نه تنظیمېږي او په وینا یې د سولهییزې اټومي ټکنالوژۍ صنعت د هېواد د مدیریت، انرژۍ تولید او علمي پرمختګ لپاره دی، نه د جګړې لپاره.
خامنهای ټینګار کړی چې ایران د اټومي وسلو د جوړولو نیت نه لري.
د ایران ستر مشر خبرداری ورکړی چې که مخالف لوری کومه تېروتنه وکړي، نو د پایلو مسوولیت به یې پر خپله غاړه وي.
خامنهای ویلي چې د امریکا د امپراتورۍ د زوال له نښو څخه یوه هم دا ده چې سیاستونه یې له منطق څخه لېرې شوي دي.

