د ایران مذهبي مشر علي خامنهاي د خپل حکومت او د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ځانګړي استازي ترمنځ د خبرو اترو د لومړۍ مرحلې په اړه ویلي، چې دا یو سنجول شوی تصمیم و، او د خبرو پیل یې ښه عملي شوی دی.
ټاکل شوې چې د دغو خبرو دویم پړاو راتلونکې شنبې د عمان په کوربتوب ترسره شي.
سپینې ماڼۍ هم د خبرو اترو لومړی پړاو مثبت او رغوونکی بللی دی.
په ورته وخت کې، په ایران کې ګڼ شمېر وګړو او د ټولنیزو رسنیو کاروونکو د خامنهاي له لوري د فشارونو پر وړاندې د نرمښت او خبرو ته د حاضرېدو پر پرېکړه نیوکه کړې او دا یې د شاتګ په توګه یاد کړی دی.

