د ایران مذهبي مشر علي خامنهاي له اسراییلو سره د وروستۍ نښتې په اړه ویلي، چې د دغه هېواد بریدونه باید له حقوقي لارو تعقیب شي.
هغه د چارشنبې په ورځ د ایران له عدلي او قضايي چارواکو سره په لیدنه کې وویل، د اسراییلو مشران باید حساب ورکړي، حتی که دا کار شل کاله وخت ونیسي.
خامنهیي قطر کې د امریکا پر اډې د برید په اړه زیاته کړه چې د برید هدف، د امریکا یو ډېر مهم پوځي مرکز و او ایران ورته ستر زیان رسولی.
هغه ویلي، کله چې د سانسور خنډونه لرې شي، نړۍ به وويني چې ایران څومره لویه ضربه ورکړې.
د ایران مشر ټینګار وکړ چې هېواد یې له امریکا نه وېرېږي، بلکې امریکا ده چې له ایرانه وېرېږي.

