چهارشنبه, مارچ 18, 2026
Homeافغانستانعلي امین ګنډاپور:پاکستان دې افغان کډوالو ته د دایمي استوګنې زمینه برابره...

علي امین ګنډاپور:پاکستان دې افغان کډوالو ته د دایمي استوګنې زمینه برابره کړي

د خېبر پښتونخوا اعلی وزیر علي امین ګنډاپور د پاکستان حکومت ته وړاندیز کړی، چې دغه هېواد دې افغان کډوالو ته د دایمي استوګنې زمینه برابره کړي.

پاکستانۍ رسنۍ وایي، چې دغه طرحه په پاکستان کې له بېلابېلو غبرګونونو سره مخ شوې ده.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې خېبر پښتونخوا له پراخو ننګونو، د امنیتي ستونزو او د روغتیايي او تعلیمي بنسټونو له کمزورۍ سره مخ ده.

د یادونې ده چې اوس مهال شاوخوا ۲.۱ میلیون افغان کډوال پاکستان کې اوسیږي چې ۵۲ سلنه یې خېبر پښتونخوا کې استوګن دي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here