د کابل لپاره د ایران سفیر عليرضا بیګدلي د طالبانو حکومت د کانونو او پټرولیم له وزیر هدایتالله بدري سره په لیدنه کې ویلي، چې ایراني شرکتونه په افغانستان کې د نفت او اوسپنې په برخو کې پانګونې ته لېواله دي.
د طالبانو حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت ویلي، دواړو لورو د اقتصادي اړیکو پر پیاوړتیا او دوهاړخیزو همکاریو خبرې کړې دي.
د خبرپاڼې له مخې، د ایران سفیر د افغانستان د کانونو شتمنې زیرمې د ایراني سوداګرو لپاره ښه فرصت بللی دی.

