شنبه, مارچ 14, 2026
Homeافغانستانعطا محمد نور:افغانستان او پاکستان باید د متقابل درناوي او ښه ګاونډیتوب...

عطا محمد نور:افغانستان او پاکستان باید د متقابل درناوي او ښه ګاونډیتوب اړیکې ولري

د بلخ پخواني والي عطا محمد نور پر افغان خاوره د پاکستان وروستي پوځي بریدونه په کلکو ټکو غندلي دي او ویلي یې دي چې په دغو بریدونو کې ملکي وګړي زیانمن شوي دي.

نوموړي ویلي، پاکستان د هغو ډلو د ځپلو په پلمه پر افغانستان بریدونه کوي چې پخوا یې خپله ملاتړ کاوه، خو د دغو بریدونو قربانیان عادي افغانان دي.

عطا محمد نور همداراز ټینګار کړی چې د ده په اند د افغانستان اوسنی سیاسي وضعیت او د طالبانو تګلارې هم د دې لامل شوي چې د نورو هېوادونو د مداخلې زمینه برابره شي.

هغه زیاته کړې چې د افغانستان خلک باید د نورو هېوادونو د سیاسي سیالیو قرباني نه شي او هېڅ بهرنی برید چې د ملکي خلکو د مرګ‌ژوبلې سبب کېږي د منلو وړ نه دی.

نور همداراز ویلي چې افغانستان او پاکستان باید د متقابل درناوي، ښه ګاونډیتوب او همکارۍ پر بنسټ اړیکې ولري، ځکه د دواړو هېوادونو امنیت او ثبات یو له بل سره تړلی دی.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here