د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وایي، د هرات پولیسو هغه کس نیولی چې خپله ښځه، مور او لور یې په بېرحمانه ډول وژلي وو.
د یاد وزارت ویاند عبدالمتین قانع رسنیو ته ویلي، پېښه څو ورځې وړاندې رامنځته شوې وه، او د یادې قضیې تورن کس پرون د هرات ولایت د انجيل ولسوالۍ اړوند سیمه کې د پولیسو لخوا ونیول شو.
قانع ویلي، نوموړي له نیول کېدو وروسته په خپل جرم اعتراف کړی او تر لومړنیو څېړنو وروسته به عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.

