د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع ویلي، د کندز د پرونۍ پېښې عاملین د امنیتي موندنو له مخې د هېواد له پولې بهر مېشت دي او خپلې چارې له هماغه ځایه تنظیموي.
قانع ویلي، چې د دغې پېښې عاملین په ګاونډیو هیوادونو کې مرکزونه لري.
نوموړي یاده پېښه نه بښونکې بللې او ډاډ یې ورکړی چې عاملین به یې سزا وویني.
د یادونې ده چې د طالبانو حکومت تر دې وړاندې څو ځله ویلي، چې داعش ډله د پاکستان په ملاتړ بلوچستان کې روزنیز مرکزونه لري.

