سه شنبه, مارچ 17, 2026
Homeافغانستانعبدالله عبدالله:هیله لرم چې راتلونکی کال د هیواد د ښځو او نارینه...

عبدالله عبدالله:هیله لرم چې راتلونکی کال د هیواد د ښځو او نارینه وو انساني او اسلامي حقوق تامین شي

د پخواني حکومت د مصالحې شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله د نوي تعلیمي کال او نوروز د پیل په درشل کې ویلي چې هیله لري په راتلونکي کال کې د هیواد د ښځو او نارینه وو “انساني او اسلامي حقوق” تامین شي.

هغه په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي چې تمه لري د افغانستان د خلکو د ژوند د ښه والي لپاره شرایط برابر شي.

دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې وروسته نوی تعلیمي کال پیلېږي؛ خو د طالبانو حکومت د څلورم پرله‌پسې کال لپاره د شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې تړلې ساتلې دي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here