د مصالحې شورا پخواني مشر ډاکتر عبدالله عبدالله د افغانستان په شمالي ولایتونو کې د وروستۍ زلزلې له امله د زیانمنو شویو کورنیو سره خپله ژوره خواخوږي څرګنده کړې ده.
ډاکټر عبدالله ویلي:«موږ ځان د شهیدانو له کورنیو سره په غم کې شریک بولو او د ټپیانو د عاجلې روغتیا هیله کوو.»
هغه له مرستندویو بنسټونو، ملي سوداګرو او شتمنو هېوادوالو غوښتي چې ژر تر ژره د زلزلهځپلو د مرستې لپاره عملي ګامونه واخلي او د خپلو هېوادوالو د ژوند د ژغورلو او ملاتړ په برخه کې خپل انساني مسؤولیت ادا کړي.

