جمعه, مارچ 20, 2026
Homeافغانستانعبداللطیف منصور د چین سفیر ته:ارزګان او پکتیا کې د برېښنا پروژو...

عبداللطیف منصور د چین سفیر ته:ارزګان او پکتیا کې د برېښنا پروژو په تطبیق کې راسره مرسته وکړئ

د طالبانو حکومت د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست، عبداللطیف منصور د چین له سفیر سره د لیدنې پر مهال له بیجینګ څخه غوښتي، چې په ارزګان او پکتیا کې د برېښنا پروژو په تطبیق کې مرسته وکړي.

دواړو لوریو همداراز د کاپیسا د باغ‌درې برېښنا بند او د بامیان د ۲۰ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې په اړه خبرې کړې.

په دې لیدنه کې د چین سفیر ژاو شینګ ژمنه کړې چې دغه پروژې به ژر پیل شي او چین به خپلې همکارۍ لا پراخې کړي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here