د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي اعلان کړی چې د دوو بریتانوي اتباعو، پیټر او باربارا رېنولډز، د قضایي پروسې له بشپړېدو وروسته نن له بند څخه خوشې شول.
بلخي ټینګار کړی چې «اسلامي امارت» د اتباعو قضایاوې له سیاسي یا معاملاتي زاویې نه، بلکې یوازې د قانون په چوکاټ کې څېړي.
هغه زیاته کړې چې هیله ده د اتباعو د مسایلو په برخه کې، په ځانګړي ډول د قونسلي خدمتونو وړاندې کول، له سیاسي ملاحظاتو پرته ترسره شي او افغانانو ته په هر ځای کې اړین خدمات ورسېږي.
هغه همداراز د قطر د منځګړیتوب او رښتینو هڅو مننه کړې، چې د بریتانیا له ځانګړي استازي ریچارډ لنډزي سره یو ځای کابل ته راغلي وو او یاد بریتانوي اتباع بېرته ور وسپارل شول.

