په ایران کې د افغانستان پخواني سفیر عبدالغفور لېوال ویلي، د پاکستان پر وړاندې د افغانانو تاریخي غوسه اوس د لاوا په څېر راخوټېدلې او مهارول یې اسانه نه دي.
لېوال د خپلې څرګندونې په ترڅ کې د «لاوا» بېلګه وړاندې کړې او ویلي یې دي چې لکه څنګه چې ایشېدلې لاوا د ځمکې له کوچني منفذ څخه په راوتلو سره هر څه سوځوي او آن زلزله رامنځته کوي، همداسې د افغان ملت پټه غوسه هم له اوږدې مودې راهیسې تر ځمکې لاندې ایشېدله.
د هغه په وینا، دا احساسات له څه باندې یونیم سل کلونو راهیسې راټولېدلي وو او د وروستیو بمباریو له امله یې د راوتلو لار وموندله. نوموړي ټینګار کړی چې دا غوسه یوازې د یوې ځانګړې ډلې نه ده، بلکې د یوه ملت ګډ تاریخي احساس دی.
لېوال ویلي، تېرو څو لسیزو کې د دیني شعارونو تر سیوري لاندې د دې احساساتو مخه نیول کېده، خو اوس وضعیت بدل شوی او د ده په باور، له افغانستان سره هر ډول تقابل به پراخې او اوږدمهالې پایلې ولري.
هغه خبرداری ورکړی چې د افغانانو دا راپارېدلی احساس ژر نه سړېږي او ښايي د سیمې پر وضعیت ژور اغېز وکړي.

