ایران کې د افغانستان پخواني سفیر عبدالغفور لېوال نن د کور او ښار جوړونې وزارت کې ځانمرګي برید سره سم، د جمهوریت پر مهال د طالبانو له لوري افغانستان کې کېدونکو ځانمرګو بریدونو ته په اشارې لیکلي، چې «طالبان ریښتیا وایي او ټول ځانمرګي بریدګر له پاکستان راتلل او اوس هم راځي.”
ښاغلي لېوال لیکلي، ژر به د هغه پاکستاني مرکزونه په نښه شي، چې پکې د افغان زلمیو ماغزه وینځل کېدل، واسکټونه ور تړل کېدل او د افغان ماشومانو او ښځو د وژلو لپاره رالېږدول کېدل.
د لېوال په خبره، ټول حقیقتونه به راڅرګند شي؛ خو بیا به زیات ناوخته وي.
دا په داسې حال کې ده، چې روانه اوونۍ دویم ځانمرګی برید دی، چې په طالبانو ترسره کېږي.
د دغو بریدونو مسؤلیت داعش ډلې منلی او طالبان بیا وایي، چې یاده ډله پاکستان کې روزنیز مرکزونه لري.

