ایران کې د افغانستان پخواني سفیر عبدالغفور لېوال ویلي، د پښتونژغورنې غورځنګ د مبارزینو نیول، ګواښل او ربړول د بشري حقونو او انساني ازادیو پر ضد عمل دی، چې باید وغندل شي.
ښاغلي لېوال ویلي، د پښتونژغورنې غورځنګ مبارزه مدني، ولسي او روښانفکره بڼه لري، خو پوځواکي له دې ډول راویښوونکې او ملتپاله مبارزې وېرېږي.
د ده په وینا، یو شمېر کړۍ هڅه کوي چې افغان ملتپالنه د افراطیت او ترهګرۍ په نوم بدنامه کړي او د مدني مبارزینو دریځ کمزوری کړي.
هغه ټینګار کړی، چې افراطیت او تحجر له معقولې او روښانفکره ملتپالنې سره یوځای کېدلای نهشي، او د ملتپالنې د بدنامۍ دا هڅې یوه خطرناکه تبلیغاتي جګړه ده.
هغه ویلي، افغان ملتپالان دې د تودو احساساتو ترڅنګ په عقل، تحلیل او دقیقه مطالعه ولاړه مبارزه پرمخ یوسي.

