ایران کې د افغانستان پخواني سفیر عبدالغفور لېوال، امریکا سره د پاکستان نوې یارانې ته په اشارې ویلي، د پاکستان په دغې دوه ګوني چلند به افغانان هیڅ کله هوښیار نشي.
ښاغلي لېوال ویلي، «له داود تر مجاهد او طالبه نیمه پېړۍ کېږي همدا لوبه روانه ده؛ خو افغان لالا هوښیار نشو، افغان لالا وایي جهاد کوم، دین ژغورم.»
هغه ویلي، امریکا تل په پاکستان باندې افغانستان وران کړی، افغانان یې پرې وژلي او بیا پاکستان ته ووايي چې درویې غواړه و راویې سپاره.
هغه زیاته کړې، چې اسامه هم هلته وموندل شو او دا نوی توربیرغی”داعش“ یې هم هلته ونیوو.
لېوال دا څرګندونې داسې مهال کوي چې پاکستان د ۲۰۲۱ کال د کابل د هوایي ډګر مخته د شوي برید طراح امریکا ته وسپاره او امریکا ددغې کار ستاینه یې وکړه.

