لیکوال او څېړونکی عبدالسید وایي، د طالبانو د حکومت د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر نننۍ خبري ناسته د افغانستان او پاکستان تر منځ د زیاتېدونکي کړکېچ په رڼا کې ځانګړې معنا لري.
هغه ویلي، ملا برادر د کابل په یوه مهمه خبري ناسته کې له افغان سوداګرو وغوښتل چې له پاکستان سره د سوداګرۍ تړاو ختم کړي، چې دا څرګندونه ښيي د دواړو هېوادونو اړیکې هغه کچې ته رسېدلې چې بیا رغونه یې لا نوره سخته شوې ده.
عبدالسید زیاتوي، د ملا برادر خبرې دوه مهم پیغامونه لري:
لومړی دا چې طالبان یا خو د بدیلو سوداګریزو لارو د موندلو هڅه کوي او یا یې لا تر لاسه کړې ده؛
دوهم دا چې وروستیو خبرو ښودلې ده، اسلاماباد چمتو دی د خپلو غوښتنو د نه منلو په صورت کې د طالبانو پر حکومت سخت فشارونه ولګوي.
هغه وایي، له دې څرګندونو ښکاري چې طالبان د ډیپلوماتیک فشار پر ځای د پاکستان په وړاندې یو توند او قاطع دریځ غوره کوي.

