پاکستان کې د طالبانو پخواني سفیر ملا عبدالسلام ضعیف ویلي، له هغو خلکو باید عبرت واخیستل شي، چې د قدرت د بقا لپاره یې زرګونه ککرۍ خاورې کړې.
د هغه په خبره، د عاقل لپاره همدومره درس بسنه کوي.
نوموړی دا څرګندونې داسې مهال کوي چې د طالبانو حکومت مشر شیخ هبتالله افغانستان کې له نږدې څلورو کالو راهیسې واک انحصار کړی.

