په پاکستان کې د طالبانو حکومت پخواني سفیر مولوي عبدالسلام ضعیف ویلي، د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ هڅې او سیاستونه په منځني ختیځ کې د صهیونیستي رژیم د پیاوړتیا، بقا او د مالي ګټو د ترلاسه کولو لپاره دي.
نوموړي ویلي، ټرمپ غواړي د سولې تر شعار لاندې د فلسطین د مقاومت غورځنګ حماس بېوسلې کړي او یو شمېر اسلامي هېوادونه د اسلام په نامه د صهیونیستي رژیم ملاتړ ته وهڅوي.
مولوي عبدالسلام ضعیف دا کړنې د فلسطین د موجودیت پر وړاندې لوی ګواښ بللی او ټینګار یې کړی چې دا تګلاره د فلسطیني ولس له قربانیو سره ښکاره جفا ده.

