سه شنبه, مارچ 17, 2026
Homeافغانستانعبدالسلام حنفي:د کابل د پراختیا لپاره ۸.۱ میلیارد افغانۍ ځانګړې شوې

عبدالسلام حنفي:د کابل د پراختیا لپاره ۸.۱ میلیارد افغانۍ ځانګړې شوې

د طالبانو حکومت د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي ویلي، د کابل د پراختیا لپاره په ۱۴۰۴ کال کې شاوخوا ۸.۱ میلیارد افغانۍ ځانګړې شوې دي.

نوموړي ویلي، چې سږ کال به په کابل کې د ښاروالۍ له‌خوا ۲۵۸ پراختیایي پروژې پلي شي.

هغه زیاته کړې، چې د تېرو څلورو کلونو په اوږدو کې یې ۳۵۰ کیلومتره سړکونه جوړ کړي او ګټې‌اخېستنې ته یې سپارلي دي.

حنفي دغه راز ویلي، چې د جوی‌شیر پر لور د نوي پُل جوړول پیل شوي، چې د ټرافیکي ګڼې‌ګوڼې کمولو او د خلکو د تګ‌راتګ د اسانتیا لپاره مهمه پروژه ده.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here