د طالبانو حکومت تر واک لاندې ارګ ویلي چې د افغانستان لپاره د متحده عربي اماراتو ځانګړي استازي، سیف محمد خلفان، په کابل کې د طالبانو د رییس الوزرا له مرستیال عبدالسلام حنفي سره لیدلي او د طالبانو له حکومت سره یې د اړیکو پراخولو او پیاوړتیا هیله څرګنده کړې ده.
د طالبانو حکومت د دې لیدنې کوم انځور نه دی خپور کړی.
د ارګ د خبرپاڼې له مخې، د اماراتو ځانګړي استازي همداراز ویلي چې هېواد یې له هغو افغان کډوالو سره د مرستې لپاره چمتو دی چې له ګاونډیو هېوادونو څخه ایستل کېږي.
خبرپاڼه زیاتوي، ښاغلي خلفان په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو تر منځ د سوداګریزو اړیکو پراختیا او د پانګونې د جلب په اړه هم خبرې کړې دي.
په همدې حال کې، عبدالسلام حنفي هیله ښودلې چې د دواړو لوریو ترمنځ اړیکې په بېلابېلو برخو کې پراخې شي.

