چهارشنبه, مارچ 18, 2026
Homeافغانستانعبدالرحیم راشد:خلک دې د میاشتې د لیدلو لپاره خپلو سیمو کې هڅه...

عبدالرحیم راشد:خلک دې د میاشتې د لیدلو لپاره خپلو سیمو کې هڅه وکړي

د طالبانو حکومت د سترې محکمې د عامه اړیکو رییس، عبدالرحیم راشد ویلي چې د میاشتې د لیدلو مرکزي پلاوي له ټولو هېوادوالو غوښتي چې په خپلو سیمو کې د میاشتې د لیدلو هڅه وکړي.

هغه ویلي، که څوک میاشت وویني، کولای شي د خپلې سیمې محکمې او د رؤیت هلال پلاوي ته ورشي ترڅو د شاهدۍ معلومات وړاندې کړي.

د راشد په وینا، د ورکړل شوې شاهدي ارزونه به د شرعي اصولو پر اساس وشي او وروسته به مرکزي پلاوي ته وړاندې شي.

نوموړي ټینګار کړی چې وروستی او رسمي اعلان د میاشتې د لیدلو په اړه به یوازې د رؤیت هلال مرکزي پلاوي له لوري خپور شي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here