د طالبانو حکومت د عدليې وزیر، عبدالحکیم شرعي د روسیې په سنپترزبورګ کې د نړیوالې حقوقي سرمشریزې په غونډه کې ویلي چې د طالبانو زندانونه اوس د اصلاح، تربیې او دیني پوهاوي مرکزونه ګرځېدلي دي.
نوموړي ویلي، چې دا زندانونه اوس د زندانیانو د اصلاح په ځایونو بدل شوي دي.
هغه دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې تر دې وړاندې د طالبانو زندانونو کې د شکنجې او جنسي ځورونې مستند راپورونه خپاره شوي.

