د طالبانو حکومت د عدليې وزیر عبدالحکیم شرعي د اندونیزیا له شارژدافیر نندا ایوالست سره د لیدنې پر مهال ویلي چې د طالبانو حکومت د ټولو قوانینو بنسټ قرآن کریم او د نبوي سنتو پر اساس ایښودل شوی دی.
هغه زیاته کړې چې تر اوسه یې له فقهې څخه لسګونه قوانین استخراج کړي دي.
د عدليې وزارت وایي چې دواړو لوریو د اړیکو پیاوړتیا، دوه اړخیزې همکارۍ، او په ځانګړي ډول د قانون جوړونې پرمختګونو په اړه خبرې کړې دي.

