د طالبانو حکومت د ازموینې ملي ادارې مشر او د لوړو زدهکړو وزارت پخواني سرپرست وزیر عبدالباقي حقاني ویلي، چې عصري علوم د ټولنې اړتیا او د یو هېواد د پرمختګ اساسي علت دی.
هغه نن د پوهنې وزارت اړوند یوې خبري غونډې ته ویلي، چې د یو هېواد پرمختګ په دوو شیانو کې نغښتی دی، چې یو یې عصري علوم او بل یې اهل ته د کار سپارل دي.
نوموړی دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې له نږدې څلورو کالو راهیسې هېواد کې د ښځو پر وړاندې د عصري علومو دروازې تړل شوې دي.

