د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د جرمني صدراعظم فریدریش مرتس څرګندونې وغندلې او ویې ویل چې د برلین حکومت د دوه مخو سیاستونو له امله د بشري حقونو د دفاع هېڅ اعتبار نه لري.
نوموړي په خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې جرمني کله د ایران د وسلهوالو ډلو پر وړاندې د عملیاتو غږ پورته کوي او تاوتریخوالی کمزوری ګڼي، خو په ورته وخت کې د اسرائیلو په غزه کې د لسګونو زرو فلسطینیانو د وژنې ملاتړ کوي او د امریکا لخوا د یوه دولت د مشر د تښتولو په اړه چوپ پاتې کیږي
عراقچي لیکلي، د جرمني دا دوه مخی چلند د نړیوالو بشري حقونو او مشروعیت د ارزښتونو بشپړ سپکاوی دی او غوښتنه یې وکړه چې برلین باید له ناقانونه لاسوهنو، د نسلوژنې ملاتړ او ترهګرۍ تمویل څخه لاس واخلي او د سیمې په چارو کې د خپل رول د اغیزو حساب ورکړي.
وړاندې د المان صدراعظم فردریس مرتس ویلي وو چې د ایران اوسنی نظام د لاریونوالو پر وړاندې له تاوتریخوالي کار اخلي، او المان د امریکا او اروپایي متحدینو سره د ایران په بشپړه همغږۍ کې دی.

