د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي، پر ایران د اسرائیل د بیا ځلي احتمالي برید امکان رد کېدای نه شي.
هغه د روسي رسنیو سره په مرکه کې ویلي چې ایران جګړه نه غواړي؛ خو که پرې وتپل شي، بشپړ دفاعي چمتووالی لري.
نوموړي زیاته کړې چې د جګړې د مخنیوي غوره لاره بشپړه تیاري ده او خبرداری یې ورکړی چې که اسرائیل پخوانۍ تېروتنه تکرار کړي؛ نو غوره پایله به تر لاسه نه کړي.
بلخوا امریکایي رسنۍ وایي، اسرائیل د ایران د بالېسټیک توغندیو د پروګرام په اړه اندېښمن دی او ښايي د احتمالي برید په تړاو له امریکا سره خبرې وکړي.

