د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د ملګرو ملتونو له سرمنشي انتونیو ګوترېش سره په ټلیفوني خبرو کې د امریکا او اسراییلو د وروستیو بریدونو او د هغوی د احتمالي پایلو په اړه بحث کړی دی.
د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، عراقچي په دې خبرو کې د غیرنظامي مرکزونو په نښه کېدو ته په اشارې ویلي چې دغه بریدونه د نړیوالو قوانینو او بشردوستانه اصولو ښکاره سرغړونه ده.
هغه له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د دغو بریدونو پر وړاندې روښانه دریځ خپل کړي او هغه په ښکاره ډول وغندي.
بل لور ته، د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش د نړیوالو قوانینو د درناوي پر اړتیا ټینګار کړی او ویلي یې دي چې باید د تاوتریخوالي د زیاتېدو مخه ونیول شي.
هغه همدارنګه په سیمه کې د روانو نښتو د بشري او امنیتي پایلو د مهارولو لپاره د ډیپلوماټیکو هڅو پر زیاتولو ټینګار کړی دی.

