د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي له «انډیا ټوډې» سره په مرکه کې د ډونالډ ټرمپ هغه ادعا رد کړې چې ګواکې په ایران کې د اعتراضونو پر مهال ۳۲ زره کسان وژل شوي دي.
عراقچي ویلي، د وژل شویو کسانو نوملړ خپور شوی او د قربانیانو شمېر ۳ زره او ۱۱۷ تنه دی، چې د ده په وینا ډېر خواشینوونکی دی، خو له هغې شمېرې سره سمون نه لري چې ټرمپ یادونه کړې وه.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر ټینګار کړب چې مذاکره او دیپلوماسي یوازینۍ لاره ده.
هغه زیاته کړې، تهران چمتو دی د اندېښنو ارزونه وکړي، خو د اټومي ټکنالوژۍ د سولهییزې استفادې له خپل حقه به تېر نه شي.
عراقچي همداراز ویلي، ایران اوږد واټن ویشتونکي توغندي نه پراخوي او د هغوی واټن یې په قصدي ډول له دوه زره کیلومتره کم محدود کړی دی.
د هغه په وینا، «موږ نه غواړو نړیوال ګواښ واوسو. دا توغندي یوازې د ځان د دفاع لپاره لرو او د مخنیوي رول لوبوي.»
نوموړي یو ځل بیا د خبرو اترو پر دوام ټینګار کړی او ویلي چې د شخړو د حل لپاره سیاسي لاره غوره انتخاب دی.

